افغان حکومت وايي، هڅه کوي چې په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو افغانانو سره د مرستې لپاره د جنيوا په کنفرانس کې د مرستندويو هېوادونو همکاري جلب کړي. د خوړو نړيوال پروګرام يا (WFP) وايي، هغه درې ميليونه او پنځه لکه افغانان چې وچکالۍ ځپلي، عاجلو غذايي او نورو مرستو ته اړتيا لري. په جنيوا کې د دې ادارې وياند پرون وويل، روانې وچکالۍ د افغانستان په شمال لوېديځ کې ٢٠ ولايتونه ځپلي دي. په پام کې ده چې د جنيوا کنفرانس د روانې نوامبر مياشتې پر ٢٧مه او ٢٨مه جوړ شي. د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله څه باندې دوه لکه کسان بېځايه شوي دي.