د اوسپنې کمښت کېدای شي د وینې د کمښت ستونزه په بدن کې پیدا کړي، نو په دې سبب د دې ستونزې پېژندل او له منځه وړل ډېر ضرور دي. ستړیا په بدن کې د اوسپنې د کمبود تر ټولو ستره نښه ده، د انسان بدن د هموګلوبین د تولید لپاره اوسپنې ته اشد ضرورت لري. د وینې په سرو کرویاتو کې هیموګلوبین زموږ د مخ او صورت پوست ته ښکلا او تازهګي ورکوي، مهمه نه ده چې پوست مو کوم رنګ لري، که چېري مو شونډې، نوکان او د سترګو د ځږمو داخلي خوا له نورمال حالته زیات بې رنګه یا سپین شو، نو زیات امکان د دې دی چې بدن کې مو د اوسپنې اندازه کمه شوې وي. د کار او فعالیت پر مهال د ساه بندېدل یا د سینې په قفس کې د درد پیدا کېدل زیاتره وخت په بدن کې د اوسپنې د کمښت له امله وي، ځکه چې په بدن کې د اکسیجن توضیع کمېږي او بدن کوښښ کوي چې د اکسیجن کموالی جبران کړي، څو یې د کمښت له امله د سینې درد پيدا نه شي.