د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګر کې يې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره نوې ستراتيژي جوړه کړې ده. تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يوه مطلب کې ليکلي وو چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان څه باندې ۲۸ زره پولیس او د پوځ سرتېري وژل شوي دي. د ورځپاڼې په لیکنه، يوازې د نوامبر له نهمې تر پنځلسمې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي. ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر غني له خوا د دغو اعلان شویو شمېرو له مخې هره ورځ ۲۵ افغان سرتېري چې په اوونۍ کې ۱۷۵ تنه کېږي، وژل کېږي.



































