روسیه وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو سره د نویو جوړښتونو له لارې غواړي خپلې اړیکې بیاورغوي. په امریکا کې روسيې سفیر اناټولي انټونوف ویلي، هېواد یې غواړي د دواړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو یا ۲+۲ جوړښت له لارې اړیکې بیاورغوي.
نوموړي له ان ټي وي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران به په نږدې راتلونکي کې د تروریزم پر وړاندوې د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړي. نوموړي ویلي، هیله من دی چې راتلونکی کال به د دغو خبرو په دوام سره د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ خبرو ته هم زمینه برابره شي. انټونوف ویلي، روسيې تر دې وړاندې هم څو ځله د دا ډول لیدنو کتنو وړاندیز کړی دی.
نوموړي زیاته کړې: « یو ځل بیا وایم چې موږ به په دې برخه د تېر په پرتله زیات څه وکړو.»
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي و چې هېواد یې په سیمه کې د ثبات لپاره له امریکا سره خپلې ترینګلې اړیکې بیارغوي.