د امیدوارو مېرمنو لپاره ښه خوراک، څښاک او استراحت یوه جدي اړتیا ده، ځکه د خپلې روغتیا تر څنګ یې د ماشوم روغتیا هم اړینه ده. امیدوارې مېرمنې باید په هغه کچه انرژي واخلي، په کومه اندازه چې اړتیا ورته لري. که د دوی مصرفي انرژي له اخیستونکې انرژۍ څخه کمه وي، پر مور او ماشوم منفي اغېز کوي. د حاملهګۍ په وخت مېرمنې باید د وزن بایللو کوښښ ونه کړي، بلکې په عادي شکل خپلو ورځنيو کارونو ته دوام ورکړي. د امیدوارۍ پر مهال اړينه ده، چې میندې خپل غذايي رژیم ته پام وکړي. په زیاته اندازه ویټامینونه، پروټین او منرالونه واخلي. له دې ورهاخوا د امیدوارو مېرمنو لپاره استراحت تر ټولو غوره سپارښتنه ده. د ورځې پر مهال د کارونو په منځ کې استراحت د مور او ماشوم د روغتیا لپاره خورا اړین دی. د حاملهګۍ پر مهال د زیاتو اوبو څښل اړین دي. ډاکتران امیدوارې مور ته کم تر کمه د ۱۲ ګیلاسه اوبو سپارښتنه کوي. اچار، مرچک او مالګین خواړه د امیدوارو میندو لپاره ضررناک تمامېدلی شي.