څېړنو ثابته کړې، که د چا مور او پلار او یا یو هم له دوی څخه له ۵۵ کلنۍ وړاندې د وینې لوړ فشار ولري، ښایي اولادونه يې هم د وینې لوړ فشار ولري. خو دا څېړنه په حقیقت کې یوه نوې لاسته راوړنه ده، چې پکې د ماشومتوب د دورې خپګان او سټرېس وروسته د وینې د لوړ فشار لامل کېږي. په امریکا کې په یوه نوې څېړنه کې موندل شوې، هغه ماشومان چې په کوچنیوالي کې له روحي فشار، خپګان او سټرېس سره مخ شي، وروسته د وینې د لوړ فشار پر ناروغۍ اخته کېږي. څېړنه دا هم وايي، هغه کسان چې مور او پلار يې د وینې لوړ فشار ونه لري، بیا هم ۶ سلنه احتمال شته چې د وینې پر لوړ فشار اخته شي، خو که (مور او پلار) دواړه د وینې فشار ولري، ۱۹ سلنه احتمال شته چې اولادونه يې د وینې لوړ فشار ولري.