د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال بينګ وېسټ وایي، د دې لپاره چې امریکا په کابل کې د خپل سفارت له بامه په الوتکه کې تښتېدو ته مجبوره نه شي، نو بايد له افغانستانه د وتلو لپاره ابرومندانه لارې چارې ولټول شي.
دا څرګندونې سپوټنیک اژانس د ځینو امریکایي رسنیو په حواله کړې دي.
وېسټ ویلي چې په افغانستان کې د زرګونو امریکایي سرتېرو له وژل کېدو او میلیاردونو ډالرو له مصرف وروسته باید امریکا هڅه وکړي، څو د خپلې ابرو د ساتلو لپاره له افغانستانه پښې سپکې کړي.
هغه ویلي، امریکایي چارواکي باید داسې لاره غوره کړي، څو یو ځل بیا د ویتنام له برخلیک سره مخ نه شي.
وېسټ زیاته کړې، امریکا باید دومره مجبوره نه شي چې د الوتکې په واسطه په کابل کې د امریکا د سفارت له بامه را وتښتي.
دغه امريکايي نظامي او ستراتېژېست ویلي، طالبانو ان په ۲۰۰۱ ز کال کې له امريکا سره د خبرو وړانديز وکړ، خو د بوش د دفاع وزير ډونالډ رامزفيلډ په زور د جګړې د ګټلو ټټر وډباوه.
د بېنګ وېسټ دا څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو څو ورځې وړاندې په روسيه کې د مسکو کنفرانس له دريځه هم له افغانستانه د امريکايي پوځيانو پر وتلو ټينګار وکړ او ویې ويل، تر هغه به جګړې ته دوام ورکړي، څو په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور پای ته ورسېږي.




































