په ښوونځي کې ډېر کار او د شپې له خوا د ټلوېزیون او کمپیوټر زیات استعمال ماشومان له ذهني فشار سره مخ کوي. د ايټاليا په یوه روغتون کې ډاکټرانو له يوې نوې څېړنې وروسته ویلي چې ذهني فشار په کوچنيانو کې د سردردۍ د پیدا کېدو لامل کېږي. دوی وايي، په ښوونځيو کې پر کوچنيانو ډېر کار او بيا په کور کې ټلوېزيون او کمپيوټر ته ډېره ناسته ماشومان له ذهني فشار سره مخ کوي چې له امله یې ورته سردرد پیدا کېږي. د دې څېړنې یوه ګډونوال ډاکټر ویلي چې د څېړنې په بهیر کې ۷۲ داسې پېښې ورته مخ ته راغلې چې د هغوی د سردرد د ډېر فشار له کبله و.
نوموړی وايي، د ورځې د ښوونځي کارونه او د شپې کمپيوټر او ټلوېزیون ته ډېره ناسته د دې لامل کېږي چې د ماشوم خوب پوره نه شي، نو له همدې کبله ماشوم له ذهني فشار سره مخ کېږي او بیا دغه فشار په ماشومانو کې د سردردۍ لامل کېږي. میندو او پلرونو ته په کار ده چې د خپلو ماشومانو د ورځنیو کارونو او خوب لپاره لازم مهالوېش جوړ کړي او په خپلو ماشومانو کې د دې ډول ناروغیو مخه ونیسي.