د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې یې پر ۱۱ زره کروندګرو د ۱۶۵۰ مېټريک ټنه غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې د وېشلو لړۍ پيل کړې.
چارواکي وايي، دغه چاره به کروندګر په ځمکو کې د کوکنارو پر ځای د غنمو کښت ته وهڅوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس نورالله سباوون ویلي، د دغه ولایت ۱۱زره بزګرانو ته یې د۱۱ سوه مېټريک ټنه سپینې سرې او ۵۵۰ مېټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته پیل کړې.
نوموړي ویلي، دغه مرسته به د کوپوني سیستم له لارې په لومړي ځل د سره رود، بهسودو، روداتو، دره نور او ګوشتې ولسواليو ۲۸ سوه بزګرانو ته ووېشل شي او دا لړۍ به ۱۱ زره بزګرانو ته وغځول شي.