د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى هڅه کوي، څو د افغان حکومت چارواکي ډاډه کړي چې له طالبانو سره خبرو کې به يې نه څنډې ته کوي.
رويټرز خبري اژانس ويلي، زلمى خليلزاد د افغان ټولنې له استازو غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې برخه واخلي.
زلمى خليلزاد چې تر را روانې سې شنبې د سيمې په دويم سفر وتلى، تېره اونۍ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رييس عبدالله عبدالله، نورو چارواکو او سياستوالو سره وکتل.
زلمى خليلزاد چې په افغانستان کې زيږېدلى او د امريکا تابعيت هم لري، په وروستيو کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى ټاکل شوى دى.
خليلزاد تېره مياشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره وکتل او د سولې پر امکاناتو يې ورسره خبرې وکړې.
وسله والو طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړى او له امريکا سره پر خبرو ټينګار کوي.
د سولې په خبرو کې د شموليت په تړاو د افغان حکومت چارواکو ته د خليلزاد د ډاډګيرنې خبر په داسې مهال خپور شوی چې تر دې وړاندې د سولې په خبرو کې حکومت پر څنډې ته کېدو اندېښنې ښودل شوې وې. د سولې عالي شورا هم تازه اعتراف کړی چې د سولې پر پروسې يې کنټرول له لاسه ورکړی دی.
د ولسمشر غني يوه نږدې همکار چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رويټرز اژانس ته ويلي: «ولسمشر غني او ګڼ افغان سياستوال داسې احساس کوي چې امريکا د سولې په مذاکراتو کې افغانستان په حاشيه کې پرېښى دى».
دې سرچينې بيا هم هيله ښودلې چې زلمي خليلزاد له بېلابېلو افغان سياستوالو، د مدني ټولنو له استازو او ښځو سره په کتنه کې ډاډ ورکړى چې امريکا به د سولې د مذاکراتو په بل پړاو کې افغانان څنډې ته نه کړي.




































