د ازبکستان دبهرنیو چارو وزارت یوه دیپلومات فرقت صدیقوف ویلي، افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ او راکړې ورکړې پراخ فرصتونه لري نو له همدې امله دا هڅه کوي چې د درېیو واړو هېوادونو ګډ سوداګریز ګروپ رامنځ ته کړي. دده په خبره په دې اړه یې لومړنۍ هڅې پیل کړې دي او موخه یې دا ده، چې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل شي. دده په خبره په پاکستان کې د چین سيپیک پروژه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده نو افغانستان او ازبکستان ته هم په کار ده، چې له دغه ستر سوداګریز تحول سره ګام پر ګام مخ ته لاړ شي. نوموړي ویلي ازبکستان به له یادو دواوړو هېوادونو سره په اړیکه کې شي او د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو پر سر به یوې پایلې ته ورسېږي.