د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ د هر ډول سیاسي، ديپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو پراختیا د ټولو په ګټه ده. د هېواد د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال د مرکزي اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په اتمه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې که د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې شي، په افغانستان کې د امنیت او سولې لپاره کار وشي، سوداګري اسانه شي نو ددغه هېوادونو په پرمختګ کې به د پام وړ بدلونونه راشي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ددغه غونډې د پرانیستې پر مهال وویل، چې ملګري ملتونه د مرکزي اسیا هېوادونو له هر ډول پرمختګ او سوکالۍ ملاتړ کوي او پر یادو هېوادونو غږ کوي چې له شته فرصتونو د خپل پرمختګ لپاره کار واخلي.