. د بلژيکي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد ددفاع وزارت خپل پارلمان ته وړاندیز لېږلی او په هغه کې یې ویلی چې خپل ځواکونه به دوه نیم برابره ډېر کړي. د بلجیم پارلمان هم دغه وړاندیز منلی دی او په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو د ډېرولو امر کړی دی. بلژیکي رسنۍ وایي چې بلجیم اوس په افغانستان کې ۸۰ سرتېري لري چې ددې امر له مخې به یې شمېر ۲۲۰ کسانو ته لوړ شي. دغه ځواکونه تر ډېره په مزار شریف ښار کې مېشت دي او هلته د ځانګړو افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز کې همکاري کوي.




































