رومي بانجان؛ روغتیايي نړۍ کې د بې شمېره روغتیايي ګټو او ګټورو موادو لرلو له امله قوي خواړه بلل کېږي، چې په ورځني ډول کارول يې د بې شمېره ناروغیو مخه نیسي. خو اوس په جاپان کې یوې تر سره شوې څېړنې ثابته کړې، چې د رومي بانجانو بې مالګې جوس د کولېسټرول او وینې لوړ فشار کچه ټیټوي او په دې ډول د زړه د ناروغیو خطر هم کموي. دې څېړنه کې د جاپان ۵۰۰ اوسېدونکو چې ۲۹۷ يې مېرمنې او ۱۸۴ يې نارینه وو، ګډون کړی و. څېړونکي وايي چې د رومي بانجانو بې مالګې جوس کارولو څخه وروسته د ګډون کوونکو د کولېسټرول او وینې لوړ فشار کچه کې د پام وړ کمی لیدل شوی. څېړونکي وايي چې د دغه جوس اغېز مختلف عمر لرونکو نارینه او مېرمنو کې ورته و. د دې څېړنې په اړه یو څېړونکي وویل: «زموږ له پوهې سره سم، دا لومړنۍ څېړنه ده چې د زړه پر ناروغیو د رومي بانجانو اغېز څېړي. موږ د دې څېړنې په موخه د یو کال لپاره د ۵۰۰ ګډون کوونکو د کولېسټرول او وینې لوړ فشار کچه وڅېړل.»