د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روان ۲۰۱۸ مېلادي کال کې له ترکیې ۲۶زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزات وايي، یاد افغان کډوال په ترکیه کې د کډوالو لپاره د شرایطو تر سختېدو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي. د کډالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت ویلي، راستانه شوي هغه کډوال دي چې اروپا ته د رسېدو په هدف ترکیې ته تللي وو. جرات زیاته کړې، یوازې په روانه میاشت کې اتلس سوه افغان کډوال له ترکیې راستانه شوي چې دغه لړۍ ادامه لري. هغه وايي، اوسمهال په ترکیه کې یولک افغان کډوال مېشت دي چې ۸۰ زره یې اروپا ته د رسېدو په هدف هلته تللي او پاتې نور یې هلته له پنځو تر ۲۰ کلونو پورې قانوني اقامه لري. هغه وايي، په ترکیه کې د افغانانو لپاره د اوسېدو شرایط مناسب نه دي.