د سولې عالي شورا وايي، د سولې د مشورتي بورډ جوړېدل باید د سولې په هڅو کې دغه شورا منزوي نه کړي. د دې شورا مرستیالې، حبیبي سرابي ویلي، نن به د همدې موضوع په اړه له ولسمشر غني سره ګوري. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي دي، چې په ارګ کې د سولې په اړه یو مشورتي بورډ جوړېږي او ددغه بورډ په جوړېدو سره به د سولې عالي شورا لغوه کېږي. سرابي ویلي چې ددې بورد په اړه باید مخکې له مخکې د سولې له عالي شورا سره مشورې شوې وای، خو دا چې مشورې نه دي شوې دغه شورا ته یو لړ اندېښنې پیدا شوې دي. سرابي په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي. تر دې وړاندې د جمعیت ګوند غړو هم ویلي وو، چې د سولې عالي شورا د لویې جرګې د پرېکړې په اساس جوړه شوې ده نو لغوه کول یې د حکومت کار نه دی.




































