په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په خاص ارزګان، جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د جګړې له امله ۹۳۰ بې ځایه شوې کورنۍ د بامیان مرکز ته رسېدلې دي. د دې ادارې په وینا، لږ تر لږه ۷۰ نورې کورنۍ بامیانو ته پر لار دي. اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جګړې له امله لږ تر لږه ۲۲۶۰ بې ځایه شوې کورنۍ د غزني مرکز ته ور کډه شوې دي. اوچا وايي دا ارقام یې د جمعې له ورځې راهیسې غونډ کړي دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې تایید کړې چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو اضافي ډلې جاغوري ته رسېدلې او د عملیاتو لپاره تیاری نیسي. دې ادارې ویلي چې په مالستان، جاغوري او خاص ارزګان کې جګړه لا هم روانه ده. ملګري ملتونه وايي، په بامیان، غزني او کابل کې له بې ځایه شوېو خلکو سره د مرستې مرکزونه یې تر سخت فشار لاندې دي.