د امریکا سفیر جان باس په هرات کې ددغه مرستو د سپارلو پر مهال ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له داخلي بېځایه شوو سره د مرستې لپاره تیاره ده. د سفیر په خبره دوی په دې لړ کې له لس زره بېځایه شوو کورنیو سره د اړینو غیر خوراکی توکو مرسته کړې ده. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې دغه مراسمو ته د وینا پر مهال د هرات والي د امریکا له مرستو مننه کړې ده. دده په خبره د زرګونه بې ځایه شوو کورنیو له ډلې سلګونه یې هڅه کوي بېرته خپلو مېنو ته ستنې شي. د امریکا سفیر جان باس ویلي په هرات کې د لسو زرو په شاوخوا کې داخلي کډوالې کورنۍ اوسي چې د وچکالۍ او جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي. هغه هیله څرګنده کړې چې نور مرستندویه بنسټونه هم په افغانستان کې له اړمنو سره مرستو ته ادامه ورکړي.