د لوګر د برکي برک ولسوالۍ سرپرست د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. له دغه ولایت رسېدلي راپورونه وايي چې د برکي برک ولسوالۍ سرپرست عین الدین امین خېل او د ولسوالۍ د امنیت مدیر د یادې ولسوالۍ په شېروازه سیمه کې د ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي. په ورته وخت کې راپورونه دا هم وایي، چې د برکي برک ولسوالۍ د محلي پولیسو قومندان هم د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په برکي راجان کې په یوه برید کې ټپي شوی دی. ددغه پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. د لوګر ځایي چارواکو هم پر دې مسئله غبرګون نه دی ښودلی. لوګر د پلازمینې کابل په ګاونډ کې پروت ولایت دی چې ډېری ولسوالۍ یې نا امنه دي او وسله وال طالبان پکې پراخ فعالیتونه کوي.




































