د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له قطر بېرته کابل ته راغلی دی. د راپورونو له مخې زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره کتلي دي او تر دغه کتنې وروسته بېرته پلازمینې کابل ته را رسېدلی دی. داسې ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره له ترسره شوې ناستې وروسته هیله من دی او ښايي کابل ته یې له ځان سره نوي پیغامونه راوړي وي. نوموړي په دوحه کې درې ورځې پر له پسې له طالب استازو سره لیدنې او خبرې درلودې. زلمي خلیلزاد رسنیو ته ویلي له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او ددې هیله شته چې یوې پایلې ته سره ورسېږي. تر اوسه طالبانو او خلیلزاد ددغه لیدنې په اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره کړي، خو داسې ویل کېږي چې له ګوانتنامو خوشي شوي طالبان ملا خیرالله خیر خواه او ملا فضل الله هم په دې خبرو اترو کې ګډون درلود. دا له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد دویمه لیدنه وه.



































