د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دې ولایت د تازه مېوو د پروسس مرکز د ګردېز د مڼو ټولنې ته سپارل شوی دی. د تازه مېوو د پروسس دغه عصري مرکز چې په یو جریب ځمکه کې جوړ شوی، د کرنیزو محصولاتو د راټولولو، درجه بندۍ او پروسس په موخه کارول کېږي. د دوی په خبره له دې پروسس خونې څخه په ګټه اخېستو سره به د بڼوالو په عواید کې د پام وړ ډېروالی راشي. دمګړۍ د تازه مېوو د پروسس پهدې مرکز کې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز او احمد ابا ولسوالۍ مڼې پروسس کېږي چې تردې دمه پهدې مرکز کې ۷۰ مټریک ټنه مڼې پروسس شوي دي. په پکتیا کې د مڼو څلور زره او ۸۸۶ جریبه بڼونه شتون لري او د مڼې کلنۍ تولید یې ۱۷ زره او ۸۱۶ مټریک ټنو ته رسېږي.