د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ويلي، واشنګټن به خپله نتيجه اخېستنه چې د سعودي عربستان د خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې څوک دخيل دي ژر اعلان کړي. د امريکا استخباراتي ادارې پهدې باور دي چې د سعودي عربستان شهزاده چې د دغه شاهي هېواد مطلق العنان رهبر ګڼل کېږي، تېره مياشت يې په ترکيه کې د سياسي مخالف او خبريال جمال خاشقجي د وژلو امر صادر کړى و. سي ای اې ویلي، چې د خاشقجي د قتل امر شهزاده سلمان کړی. خاشقجي چې په امريکا کې خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته يې کالمونه ليکل د وليعهد منتقد ګڼل کېده. دى د اکتوبر پر دوهمه نېټه د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.