ډېر کله موږ د درد د ارامولو لپاره له ګولیو او درملو څخه استفاده کوو؛ خو ځینې میوې او غذاوې هم دا کار په ډېرې اسانۍ سره کوي.
۱- هوږه: هوږه له کلونو راهیسې د درد د ارامولو لپاره استعمالیږي. هوږه که په یوه وړه کاشوغه د زیتونو غوړیو کې ګرمه شي او د بدن هغه ځای چې درد کوي، ورباندې غوړ شي؛ درد اراموي.
۲- وربشې: وربشې هم د درد د ارامولو لپاره ډېرې ګټورې دي، په خاص ډول له مېرمنو سره د هغوی د حیض په دوره کې د درد په ارامولو کې مرسته کوي.
۳- انګور: انګور د ملا دردونه اراموي او د وینې جریان تیزوي.
۴-لونګ: لونګ د غاښونو د درد د ارامولو لپاره استعمالیږي.
ډاکټران په دې اند دي چې که د ډېر وخت لپاره درد اراموونکي درمل وخوړل شي، په بدن کې ډېرې ستونزې رامنځ ته کوي. د دې تر څنګ، ډېری درد اراموونکي درمل بډوډو ته هم زیان رسوي او په راتلونکي کې پر بدن د نورو درملو اغېز هم کموي.