لوړ فشار یوه عامه او ډېره زیانمنه ناروغي ګڼل کېږي، ځکه چې دغه ناروغي د زړه ناروغۍ، دماغي سکتې، فلج، د سترګو کمزوري او نورې ستونزې زیږوي، چې د کنټرول لپاره یې د لږو کلیسټرولو او غوړ لرونکو خوړو تر څنګ باید درمل هم وکارول شي. د الرجل مجلې د یوې لیکنې له مخې، ډاکترانو او د خوراکي توکو کارپوهانو د هغو خوړو د استعمال لارښوونه کړې، چې د لوړ فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي. د رومیانو جوس د لوړ فشار په کنټرولولو کې مرسته کوي، ځکه چې د رومیانو جوس د پوتاشیم یوه ښه منبع ده، چې د انسان د بدن اړتیا پوره کوي. مستې د خوراک یو غوره ډول دی چې د فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي، د مستو په جوړښت کې پوتاشیم، کلسیم او پروټین په لویه کچه وي، چې همدغه توکي هغه مالګینې اجزاوې خارجوي، چې د لوړ فشار سبب کېږي. دغه راز ګازرې، هوږه، پالک، لوبیا او کېلې هم په دې برخه کې ګټور تمامېږي.