د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي افغانستان او عراق ته سفرونه کوي. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یادو دواړو هېوادونو ته ځي او هلته له خپلو سرتېرو سره له نږدې ګوري. د امریکا ولسمشر همدا راز پر پاکستان یو ځل بیا نیوکې کړې دي. دده په خبره امریکا پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکړي دي، خو دغه هېواد یې په بدل کې دوی ته هېڅ نه دي کړي. د ټرمپ په خبره ټول پاکستان خبر و، چې اسامه بن لادن په پاکستان کې یوې پوځي اډې ته څېرمه ژوند کوي، خو دا خبره یې امریکا ته نه کوله. هغه زیاته کړې لا هم پر خپلو پرېکړو ولاړ دی، له پاکستان سره یې مرستې ځنډولې دي او که دغه هېواد له امریکا سره صادقانه چلند و نه کړي نو د نورو فشارونو د رامنځ ته کېدو احتمال هم شته دی. ټرمپ افغانستان او عراق ته د خپل سفر د نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشرۍ ته تر رسېدو وروسته به عراق او افغانستان ته دا د ټرمپ لومړنی سفر وي.



































