سوشټېډ پرېس ته طالب سرچینو ویلي، چې د افغان سولې لپاره یې د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي. دغه سرچینې ویلي چې په دې لیدنه کې مهمو طالب استازو برخه اخیستې وه. سرچینه د نامه نه ښودو په شرط یادې رسنۍ ته وایي، چې طالبانو د اوربند وړاندیز رد کړی دی او همدا راز یې غوښتي چې د سولې لپاره باید ټاکنې و ځنډول شي. طالبانو همدا راز غوښتي چې د ټاکنو تر ترسره کېدو دې د عبدالستار سیرت په مشرۍ موقعت حکومت جوړ شي او تر هغه وروسته دې ټاکنې وشي او رسمي حکومت دې خپل فعالیت پيل کړي. ستار سیرت د پخواني پادشا محمد ظاهرشاه نږدې کس و، خو دا نه ده معلومه چې طالبان ولې هغه د موقت ولسمشر په توګه غواړي. رسمي حکومتي او یا هم امریکايي سرچینو ددغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.




































