هیواد ته د سمنټو په وارداتو د څلویښت سلنه ګمرکې تعرفي په لوړیدو سره په ننګرهار ولایت کې سلګونه د سمنټو موټر بار ولاړ دي. د سمنټو سوداګر وايي، له تیرو پنځه ورځو راهیسي يي بار موټر ولاړ دي او نه غواړي چي لوړ محصول تحویل کړي. په ورته مهال د سمنټو مزدورکاران وایي، چې پر سمنټو د تعرفې لوړېدو له امله د دوی کار وبار هم په ټپه ولاړ دی. شاوخوا یوه اونۍ وړاندي هیواد ته د سمنټو په وارداتو څلویښت سلنه ګمرکي تعرفه لوړه شوي او د سوداګرو په ټنونو سمنټ په پاکستان کې پراته دي. د سیمنټو سوداګر وايي حکومت سوداګرو سره له مشوري پرته په سمنټو ګمرکې تعرفه له لس سلنې څلویښت سلني ته لوړه کړي، چې په دي سره يي کارونه په ټپه ولاړ دي . دوی وايي افغانستان هره ورځ پنځوس زره ټنو سمنټو ته اړتیا لري او په هیواد کې شته د سیمنټو کارخاني یواځي دري سوه ټنه تولیدوي. په سیمنټو او پرچون توکو د ګمرکې تعرفو په لوړیو سره په ټول هیواد کې د سمنټو په بیه کې د پام وړ لوړوالی لري او ورسره هم مهاله د تعمیراتي موادو بیې هم لوړې شوي، چې دا کار ددې سبب شوی، چې ډېر ساختماني کارونه په پټه ودرییږي.