وسله وال طالبان وايي د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو مسئله یې له امریکايي پلاوي سره نه ده یاده کړې. د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قطر دفتر استازو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي او د بېلو مسایلو په اړه یې خبرې ورسره کړي دي. د خبرپاڼې په حواله طالبان له امریکا سره په دې خبرو کې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي او دا خبرې ډېرې ابتدایي وې. طالب ویاند زیاته کړې، په رسنیو کې چې د موقت حکومت په اړه کوم راپورونه خپرېږي ناسم دي او دوی له امریکا سره په دې ډول مسایلو خبرې نه دي کړې. طالبانو همدا راز ویلي چې د افغانستان د روانې ستونزې سیاسي حل ته ژمن دي او د امریکايي ځواکونو وتل یې موخه ده. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د طالبانو یوه مهمه غوښتنه په افغانستان کې د اسلامي حکومت جوړل او د بهرنیو ځواکونو وتل دي.




































