له غور ولایت راپورونه وایي چې وسله والو نن سهار ددغه ولایت په مرکز فیروز کوه کې د مسافرو پر موټر برید کړی دی او شپږو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم پېښه تاییدوي او وايي چې ناپېژانده وسله والو د غور مرکز ته نږدې د مسافرو پر یوه موټر برید کړی دی، درې کسه یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. دده په خبره د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي خو دا چې دا برید چا کړی دی په اړه یې معلومات نشته دي.




































