که غواړی چې د روژې په مبارکه میاشت کې ورزش وکړی، خو له دې خبرې اندېښنه لری چې څه ډول به یې تر سره کوی، په دې اړه په دوبۍ کې موجود لارښود یا کوچ ډیوندر بینس ځینې لارښوونې کړې دي. ډیوندر بینس وایي چې له هر څه وړاندې لومړی اړینه ده چې معلومه کړو چې ورزش باید په کوم وخت کې وکړو او وخت هم باید داسې وخت وټاکو چې خېټه مو ډېره ډکه نه وي. ډیوندر زیاتوي چې د ورزش تر ټولو ښه وخت له ماښامي وروسته وخت دی، خو په دې شرط چې خېټه مو ډېره ډکه نه وي، یانې ماښامی په لږ خوراک سره وکړئ، بیا ورزش وکړئ او له هغې وروسته ډوډۍ وخورئ. که چېرته سهار وختي پورته کېدلی شی چې دویم غوره وخت یې له پیشلمي څخه دمخه وخت دی او که چېرته تاسې په تشه ګېډه د ورزش کولو عادت لری، نو له ماښامي یې دمخه هم کولی شی؛ خو دا وخت مو بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.