اجراییه رییس عبدالله عبدالله د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان په بلنه فرانسې ته تللی دی. د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، نوموړی به په یاده ناسته کې د افغانستان په استازولۍ ګډون او ګډونوالو ته وینا وکړي. د سرچینې په خبره عبدالله د یاد سازمان په دوو تېرو غونډو کې هم ګډون کړی و او د افغانستان د اقتصادي سکټور پر پیاوړتیا، د کاري فرصتونو پر زیاتېدو او نورو برخو کې یې د یاد سازمان د همکاریو د ډېرېدو غوښتنه کړې وه. ویل کېږي چې نوموړی به په دې ناسته کې هم په افغانستان کې د تجارت، او سرمایه ګذارۍ پر پراختیا بحث او خبرې اترې وکړي. نوموړی به د دې ناستې په څنډه کې د نړۍ له یو شمېر لوړپوړیو چارواکو سره هم وګوري او پر یو لړ مهمو مسایلو به ورسره بحث او خبرې اترې وکړي.




































