د هډوکو کمزوري د (اسټیوپوروسس) ناروغۍ سبب ګرځي او لامل یې د ویټامین ډي او کلسیم کمښت په ګوته شوی، نو پنیر چې په خپل جوړښت کې په ځانګړې کچه ویټامین ډي او کلسیم لري، د هډوکو لپاره ګټور تمامېږي. له یوې څېړنې معلومه شوې چې د پنیر په استعمال د غاښونو پر شاوخوا میکروبونه نه راټولېږي. د پنیر د خوراک د اندازې په اړه ویل کېږي چې له اړتیا ډېر پنیر استعمالول ښه نه وي، ځکه چې له غذایي توکو ډک وي او کالوري هم ډېره وي چې بیا د چاغښت سبب کېږي. که چېرته مو بدن پروټینو ته اړتیا لري، نو هڅه وکړئ چې په خپلو خوراکي توکو کې پنیر استعمال کړئ. ډېر شیان د ویټامین بي ۱۲ درلودونکي وي، خو د پنیر په جوړښت کې بیا د یادو ویټامینو کچه ډېره ده، خو که چېرته له بازاره پنیر اخلی، نو ویې ګورئ څو د لږ سوډیم لرونکي پنیر واخلئ. له ډېرو څېړنو وروسته موندل شوې چې شیدې او پنیر د عامو سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي.