د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي، سیاسي حزبونه هڅه کوي د ولسي جرګې د رایو د بیا شمېرنې مخنیوی وکړي. هغه چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د ټاکنو د بیا شمېرنې پروسه په شفافه توګه پر مخ روانه ده او دوی به په دې برخه کې د هیچا په خوښه ځنډ او خنډ ونه مني. صیاد زیاته کړه د خلکو رایې له دوی سره د امانت په توګه ثبت شوې دي او دوی ډاډ ورکوي چې پر رایو به یې معامله نه کېږي. هغه وویل که څه هم ټاکل شوې وه د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانې میاشتې پر ۱۹مه نېټه اعلان شي، خو د ځینې ستونزو له امله چې د ټاکنو کمیسیونونو او ناظرینو پرې تبصرې درلودې، د هغوی د شکایتونو د څېړنې په موخه وځنډول شوې. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، تر اوسه د ۶۶۸۸ شکایتونو له جملې شاوخوا ۶۶۰۰ شکایتونه څېړل شوي او پاتې نور به هم ژر وڅېړل شي. نوموړي وویل د ټاکنو پروسه کې چې هر چا درغلۍ کړې وي حساب کتاب به ورسره کېږي. نوموړي له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د هغو کسانو پر وړاندې دې د دوی ملاتړ وکړي چې د دې پروسې د ګډوډولو هڅه کوي. صیاد زیاته کړه د شکایتونو او رایو له بیا شمېرنې وروسته به سمدلاسه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.



































