افغان حکومت د پاکستان په اړه د ټرمپ له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي امریکا باید پر اسلام اباد نور بندیزونه هم ولګوي. اجراییه ریاست وایي، پر پاکستان د میلیونونو ډالرو د مرستې له بندېدو سره سره دغه هېواد تر اوسه د تروریستانو له پاللو لاس نه دی اخیستی. د اجراییه ریاست ویاند فریدون غوځون وایي، افانستان پر پاکستان د مرستو له قطع کېدو هرکلی کوي او باید پر یاد هېواد نور ډېر بندیزونه هم ولګول شي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ یو ځل بیا پر پاکستان د سلګونه میلیونه ډالرو د مرستې له بندېدو دفاع وکړه او ویې ویل، پاکستان د امریکا لپاره هیڅ هم نه دي کړي او حکومت یې د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره مرسته کړې وه چې په یوه نظامي ځای کې پټ شي. ټرمپ ویلي ټول پاکستان پوهېده چې اسامه چېرته دی خو دوی ته یې حال نه ورکول.