د ټرمپ تګلارې په افغانستان کې مثبت بدلونونه نه دي راوستي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون سنا ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د ټرمپ تګلارې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله هېڅ مثبت بدلونونه نه دي راوستي. راپور وايي په افغانستان کې امریکايي ځواکونه ډېر شول، پر طالبانو هوايي بریدونه لوړې کچې ته ورسېدل، جګړې شدیدې شوې خو د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ماتولو کې دا تګلاره بریالۍ نه شوه. په راپور کې راځي چې له نوې تګلارې سره هممهاله د ملکي وګړو او افغان ځواکونو تلفات هم لوړ شوي دي. دا راپور داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې وړاندې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر په یوه ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، چې طالبان په افغانستان کې له نظامي لارو د ماتې وړ نه دي. دده په خبره په افغانستان کې نظامي تګلاره ناکامه ده او باید پر سیاسي مذاکراتو او خبرو اترو تمرکز ډېر شي.



































