روغتیایي کارپوهان وایي چې د روژې په میاشت کې هم باید ورزش پرې نښودل شي، بلکې په دې میاشت ورزش کول ډېرې زیاتې ګټې لري، چې د وزن د کمولو تر څنګ، د ښه طبیعت لپاره هم ګټور وي. دوی وایي چې د روژې له نیولو وروسته هم د ورځې پر مهال دې له ورزش کولو ډډه وشي، ځکه چې د روژې په نیولو سره زموږ بدن ټوله ورځ انرژۍ ته ضرورت لري څو خپل ورځني کارونه په سم ډول سرته ورسوو، نو که چېرته د ورزش پر مهال په سهار یا د ورځې په جریان کې ورزش وشي، نو د ګټې پر ځای راته زیانمن تمامېږي. له ډېرو زیاتو څېړنو وروسته څېړونکو ویلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د ورزش تر ټولو غوره وخت له ماښامي څخه لږ دمخه وخت دی، دوی وایي چې له روژه ماتي دېرش یا پنځه څلویښت دقیقې دمخه په تشه ګېډه ورزش کول ډېر ګټور وي. په دې وخت کې په ورزش کولو سره پرته له ډېرې خوارۍ د بدن څلورسوه یا پنځه سوه کالوري سوځېږي. خو که چېرته مو په دې وخت کې ورزش ته موقع پیدا نه کړه، نو له روژه ماتي دوه ساعته وروسته کله چې خواړه هضم شوي وي، ورزش وکړئ، خو باید په پام مو وي چې له دېرش دقیقو ډېر ورزش ونه کړئ.