د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکايي استازو یو پلاوی افغانستان ته راغلی دی او له ولسمشر غني سره یې کتلي دي. امریکايي پلاوي ولسمشر غني ته ویلي له افغانستان به یې ملاتړ دوامداره وي او په دغه هېواد کې د دیموکراتیک نظام پلویان دي. دوی ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ ته ژمنه ده او هیله لري چې روانه جګړه له سوله ییزې لارې پای ته ورسول شي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي، چې د امریکا همکارۍ په بېلو برخو کې د پام وړ دي او د افغانستان په اوسني وضعیت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ده. دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.



































