د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغان سولې ته تر بل هر وخت غوره فرصتونه رامنځ ته شوي دي. دده په خبره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو او مذاکراتو زمینې برابرولو لپاره به د امریکا هڅې دوام ولري. خلیلزاد زیاته کړې چې امریکا د افغانستان سولې ته ژمنه ده او غواړي دغه خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته لاړې شي، خو امریکا یوازې په دې برخه کې اسانتیا رامنځ ته کوي. خلیلزاد دا هم ویلي چې امریکا دافغانستان ټولو قوانینو ته درناوی لري او له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو مننه کړې ده او د هغه فعالیتونه یې ستایلي دي.



































