امریکا دې د پاکستان د ملامتولو پر ځای په افغانستان کې د خپلې ماتې پر لاملونو پسې وګرځي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ټرمپ د وروستیو خبرو په غبرګون کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده نو اوس غواړي د خپلو تېروتنو او ماتې پړه پر پاکستان واچوي. عمران خان وايي ټرمپ ددې پر ځای چې پاکستان ملامت کړي، ددې خبرې په اړه دې وضاحت ورکړي، چې ولې د ۱۵۰ زره بهرنیو او ۲۵۰ زره افغان پوځيانو په موجودیت کې وسله وال طالبان تر پخوا لا قوي شوي دي. عمران خان وايي پاکستان په افغانستان کې د امریکا د جګړې له امله ستر زیانونه کړي دي او اوس دغه هېواد ته نه ده په کار چې پر اسلام اباد ورته تورونه پورې کړي. عمران خان ویلي چې هېواد یې د افغانستان په جګړه او اوسني وضعیت کې ښکېل نه دی. عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړی بلل کېږي، افغان حکومت، امریکا او نړیوال په دې نظر دي چې دغه هېواد ترهګرو ته امن پټنځایونه برابر کړي دي او استخباراتي اداره یې د سیمې په نارامۍ کې ښکېله ده.