د اروپايي ټولنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به د روانې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه کنفرانس ولري. خبرپاڼه زیاتوي چې په غونډه کې به تر ډېره د افغانستان د ثبات، سولې او امنیت په اړه خبرې کېږي. د سرچینې په وینا دغه کنفرانس د افغانستان لپاره غوره فرصت دی، څو وکړی شي د خپلې ودې لپاره نوې ژمنې جلب کړي. اروپايي ټولنې ویلي چې دوی په افغانستان کې د سیاسي حل پلویان دي او دا غواړي چې دلته روانه جګړه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو له لارې پای ته ورسول شي. د جینوا کنفرانس د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه ترسره کېږي.



































