ولسمشرۍ ماڼۍ وايې چې د سولې خبرو د هڅو ګړندي کېدو لپاره به د روانې اوونۍ تر پایه د سولې ملي مشورتي بورډ ته د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ګډون د ټولنې د بیلابېلو قشرونو د استازو د معرفي کولو پروسه بشپړه شي. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل، چې ولسمشر غني د دغه بورډ د جوړولو لپاره له تېرې اوونۍ راپدېخوا د سیاسي ګوندونو له مشرانو، جهادي څېرو، مدنې ټولنې، د ښځو او د ټولنې د نورو قشرونو له استازو سره د سلا او مشورو لړۍ پیل کړې چې بشپړېدو ته نږدې ده. مرتضوي وویل دا بورډ به د سولې د عالي شورا ځای نه نیسي او نه به هم له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې مخ ته وړي، بلکې یواځې به د دغو خبرو د پر مخ بیولو لپاره د حکومت مرکچي پلاوي ته سلا او مشوره ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې داسې راپورونه خپاره شول چې ویل کېدل د سولې مشورتي بورډ به د سولې ځای ونیسي او له طالبانو سره به مخامخ خبرې مخ ته وړي.



































