چک جمهوریت وایي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، د ماتې خوړلو په مانا ده. د چک جمهوریت ولسمشر له خپل پوځ سره د خبرو پر مهال ویلي، په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دوی به له دغه هېواد و نه وځي. دده په خبره د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې د چک جمهوریت ځواکونو فعالیت مهم دی او په دې توګه دوی خپلې ملي ګټې خوندي کوي. هغه زیاته کړې که د ناټو د غړو هېوادونو سرتېري له دغه هېواده وځي نو په دې مانا ده، چې خپله ماتې مني او خپل اتلس کلن ماموریت ناکاموي. هغه ویلي ددې احتمال شته چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر هم ډېر کړي. د چک جمهوریت ولسمشر د خپل ولس تر سخت فشار لاندې دی او له نوموړي غواړي چې له افغانستان خپل ځواکونه وباسي. ویل کېږي چې دمګړی د چک جمهوریت په ګډون د ۴۱ هېوادونو پوځیان په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د روزنې او ملاتړ ماموریت ترسره کوي.




































