دې هېل نشریه په یوه اوږده مقاله کې په نړۍ کې د امریکا نظامي حضور او ددغه هېواد جګړو ته کتنه کوي. دې هېل لیکي چې امریکا دمګړی د نړۍ په نږدې ۹۰ هېوادونو کې په ډول ډول نظامي فعالیتونو بوخته ده. په مقاله کې راځي، چې له اوکراین نیولې، تر افغانستان او یمن، له غزې نیولې، تر عراق، سوریې، ځينې افریقايي هېوادونو پورې په روانو جګړو کې امریکا په مستقیمه توګه لاس لري. نشریه زیاتوي داسې نه ښکاري چې په افغانستان، عراق، سوریه، یمن یا اوکراین کې دې روانې جګړې دومره ژر پای ته ورسول شي. سرچینه کاږي امریکا په یوه وخت کې څو ځایه ښکېله ده، نو له همدې امله د جګړو ختمول او مدیریت کول هم ورته ګران کار دی. دې هېل وړاندې په مطلب کې لیکي چې امریکا په دغه ډول جګړو د امریکايي مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر بې ځایه لګوي او ددې جګړو او نظامي فعالیتونو ګټې امریکا ته غیر محسوسې او بې ځایه دي. په مطلب کې پر امریکايي ادارو غږ شوی چې په افغانستان، عراق او سوریه کې خپلو جګړو ته د پای ټکی کېږدي او پر سیاسي حل تمرکز وکړي.



































