د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله نن د یو شمېر اروپايي هېوادونو له مشرانو سره ګوري. عبدالله عبدالله د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره، د فرانسې پلازمېنې پاریس ته رسېدلی دی. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند، فرېدون خوځون ویلي چې عبدالله د ملګرو ملتونو د یونيسکو ادارې له رئیس او د اروپا د اقتصادي همکاریو د پراختیا د ادارې له مشر سره خبرې کوي. عبدالله به وروسته د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا سازمان په غونډه په وینا کې د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وکړي.