د ولسي جرګې یوشمېر معترض نوماندان یوځل بیا له بایومټریک پرته د کارول شویو رایو د ابطال غوښتنه کوي. دغه نوماندان، چې د ولسي جرګې اوه لسمې دورې کاندیدانو ائتلاف تر چتر لاندې غونډه کې را ټول شوي و وایي، که یې غوښتنې ونه منل شي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي، مواصلاتي لارې به وتړي او حتی د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات به تحریم کړي. دغه نوماندان وايي، هغه کسان چې په درغلیو کې لاس لري باید عدلي او قضايي ادارو ته معرفي او متقلب نوماندان له لیست څخه حذف شي. بل پلو د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسیدوونکي هم د ټاکنو ولایتي کمیسیون دفتر مخې ته راټول شوي او وايي، سره له دې چې د سر په بدل کې یې د ولسي جرګې ټاکنو کې برخه واخیسته خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددوی رایو سره خیانت کړی دی. دوی وايي، که د ټاکنو به نتیجو کې شفافیت په نظر کې ونه نیول شي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي او د هیواد ټولو ولایتونو ته به خپل لاریونونه وغځوي.




































