د ولسي جرګې غړی حضرت علي وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشخصو نوماندانو په ګټه د رایې شمېرنې بهیر کې لاسوهنه کوي. حضرت علي، چې په ننګرهار ولایت کې د جنرال عبدالرازق د فاتحې اخیستو په تړاو جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې کمېسیون د نوماندانو په رایو کې لاسوهنه کوي د ځینو نوماندانو رایې کموي، خو د ځینو کسانو لپاره یې رایې زیاتوي. په انتخاباتو کې د کمېسیون د مداخلو په تړاو د حضرت علي څرګندونې داسې مهال دي، چې تردې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، که څوک په ټاکنو کې د کمیسیون چارواکو او بل هر چا د مداخلې په تړاو اسناد لري له دوی سره دې شریک کړي.




































