د روژې په مبارکه میاشت کې ډېری کسان د روژې نیولو په سبب خپل وزن بایلي، خو په دې دوران کې د غوړو شیانو په استعمال سره کلیسټرول ډېرېږي، چې په اړه یې پوهېدل او بېرته یې خپل ځای ته راوستل اړین دي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراک او څښاک یو روټین یا رژیم جوړېږي او د دوه وخته خوراک او د ورځې د یوې لویې برخې ترمنځ هیڅ نه خورو، چې بیا د بدن اضافي کالوري ختمېږي، روغتیا ښه والی مومي او وزن کمېږي، خو ځینې تېروتنې داسې وي چې روغتیا مو خرابوي. د روژې په میاشت کې په هر کور کې د غوړو غذایي توکو، غوښې، هګیو، شیدو، غوړو او کوچو استعمال ډېرېږي، چې په دې سره په روژه کې وزن کمېږي؛ خو ترڅنګ یې منفي کلیسترول ډېرېږي چې باید پر وخت یې درملنه وشي، که نه، نو ډېرې نورې ستونزې راولاړوي.