د هرات ولایت یوشمېر سوداګر د ګمرکي محصول له لوړېدو شکایت کوي. دغه سوداګر وایي، چې پخوا به ګمرکي تحویل یو سلنه و، خو اوس ۳۰ سلنې ته لوړ شوی او که ګمرکي محصول کم نه شي دوی به خپلې ټولې کارخانې وتړي. په ورته مهال د هرات د مستوفیت ادارې مسئولان وایي، چې په دې تړاو به یوه کمېټه جوړه شي، څو ګمرکي ټکس کم شي. سوداګر وایي، په دې وروستیو کې، چې له نورو هیوادونو څخه خام مواد او تجارتي توکي هیواد ته را واردوي پرې محصول څو چنده لوړ شوی او اوس دوی له دې ناحیې متضرره شوې دي. دغه سوداګر خبرداری ورکوي، که حکومت د دوی غوښتنو ته توجه ونه کړي د خپلو کارخانو دروازې به وتړي او خپلې پانګې به له هیواده وباسي. د هرات ولایت د سوداګرۍ خونو د شمېرو له مخې دا مهال د ۴۵۰ قلمه وارداتي توکو محصول لوړ شوی، چې دا کار به سوداګرۍ برخې ته ډېر زیان ورسوی.