د چارو شنونکي وایي، امریکا لا هم د پاکستان په ترهګریزو کړنو سترګې پټوي او مالي ملاتړ ته یې داوم ورکوي. شنونکي د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترامپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې، چې پر پاکستان به خپلې مرستې بندوي وايي، امریکا یوازې تر شعار پورې پر پاکستان فشارونه راوړي، ولې د پردې ترشا لا هم خپلو مرستو ته داوم ورکوي. په ورته مهال شنونکي وايي، امریکا له افغانستان سره د سولې په برخه کې رېښتننې نه ده، ځکه که دوی وغواړي له مختلو لارو کولی شي په افغانستان کې سوله راشی. له دې سره د پاکستان صدراعظم عمران خان د ټرمپ د وروستیو خبرو په غبرګون کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې، نو اوس د خپلو تېروتنو او ماتې پړه پر پاکستان اچوي.



































