د سولې په برخه کې مو عزم او اراده نوره هم پياوړې شوې ده. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې پرونۍ پېښې یې د سولې لپاره عزم او اراده نور هم قوي کړي دي. دده په خبره پرونۍ پېښې وښوده چې د افغانستان د خلکو دښمنان له وژلو نه ستړي کېږي او لا هم وحشتونو او جګړو ته ادامه ورکوي. دده په خبره ماموریت یې افغانستان ته د سولې راوستل دي او دغه ډول پېښې دا ښيي چې باید د سولې لپاره هڅې ډېرې شي او له هرې ممکنې لارې چې وي دغه پروسه مثبتې پایلې ته ورسېږي. زلمي خلیلزاد ویلي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له دوی سره د خپلې غمشریکۍ مراتب څرګندوي.



































